نن دښمن اعلان وکړ چې د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې يې ۱۸ مجاهدين نیولي چې ۵ په کې فدايان ول.موږ د دښمن دغه دعوه په کلکه ردوو، د بغلان په ولايت کې زموږ اړوند يو تن مجاهد هم نه ده نيول شوي او نه چاته وسلې په لاس ورغلې دي، په دا ورستیو کې د کابل ادارې امنيتی ادارو د بغلان په ولایت کې د ځينو اربکیو په ضد عملیات پيل کړي چې ډير کسان يې ترینه نيولی هم دي، د دې لپاره چې د دغو اربکیو نيول مهم پرمختګ معرفي کړي د مجاهدينو نوم يي ورکړ او تبلیغاتي استفاده يې ځينې وکړه ، موږ د باوري معلوماتو په اساس ویلای شو چې د بغلان په پلخمري کې زموږ مجاهد ينو ته ستونزه نه ده پيښه شوی او داسي ادعاوې دروغ دي.
ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۲/۲۳هـ ق
۱۳۹۲/۱۰/۵هـ ش ــ 2013/12/26م
افغانستان